مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

چمن کښې د بورې بيې ناڅاپه لوړې شوې، ولس سخت اندېښمن

چمن (نوی ژوند)چمن کښې د بورې په بيه کښې د ناڅاپي زياتوالي له امله د ولسي حلقو اندېښنې زياتې شوې دي۔ د بازار سرچينو ترمخه تر پرون پورې د ۵۰ کلو بورې يوه بورۍ په ۷۵۰۰ روپو خرڅېدله، خو نن دغه بورۍ له ۸۵۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ روپو پورې پلورل کېږي، چې له امله يې عام ولس، په ځانګړي ډول غريبې کورنۍ، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي۔ ولسي حلقو تور پورې کړی چې ناجايزه منافع خوري، ذخيره اندوزي او مصنوعي ګراني د بورې بيې لوړې کړې دي۔ ښاريانو له حبیب احمد بنگلزئی څخه غوښتنه کړې چې د بورې د بيې ناڅاپي زياتوالي سمدستي نوټس واخلي او د ګرانفروشانو او ذخيره اندوزانو پر ضد دې سخته قانوني کارروائي وکړي ترڅو ولس د نور اقتصادي فشار څخه وژغورل شي او د بورې بيې بېرته قابو کښې راوستل شي۔