تازه خبرونه ۸ نومبر ۲۰۲۶

سعودي عربستان د ریاض پر لور د توغول شویو توغندیو د شنډولو ادعا وکړه

کوټه (وېب نیوز)د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ادعا کړې چې د ریاض پر لور توغول شوي دوه بالستیک توغندي یې په هوا کې شنډ کړي دي. د عیني شاهدانو په وینا، د پلازمېنې په مالي سیمه کې له چاودنو وروسته د آرامکو یوې ودانۍ ته زیان رسېدلی دی. سعودي چارواکو د کروز توغندیو د شنډولو خبر هم ورکړی دی.