تازه خبرونه ۸ نومبر ۲۰۲۶

په سعودي هوايي بریدونو کې د ۸۳ کسانو د وژل کېدو ادعا

کوټه (وېب نیوز)د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف په هوايي بریدونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان دي. د حوثیانو اړوند رسنیو ویلي چې د صنعا په شاوخوا کې ښځې او ماشومان هم زیانمن شوي دي. سعودي چارواکو ویلي چې د دغو راپورونو ارزونه کوي.