مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د ائيرپورټ روډ لينيئر پارک کښې د صفايۍ، ښاري اسانتياوو او ټرېفک روانۍ ورځنی جاج روان دی

کوئټه (اسټاف رپورټر) میر سرفراز بگٹی د ځانګړو هداياتو په رڼا کښې د مېټروپوليټن کارپورېشن مجسټرېټ له خوا د ائيرپورټ روډ پر لينيئر پارک او شاوخوا سيمو ورځني دورې روانې دي، چې پکښې ښاريانو ته د ورکړل شوو اسانتياوو، د صفايۍ انتظاماتو او د ټرېفک روانۍ تفصيلي جاج اخستل کېږي ترڅو ولس ته ورپېښې ستونزې پر وخت هوارې کړل شي۔ د چارواکو په وينا اړونده عملې ته سپارښتنه شوې چې د پارک ښکلا، د شنو ساحو ساتنه، د رڼا او نورو ولسي اسانتياوو معيار نور هم ښه کړي، او پر ائيرپورټ روډ د ټرېفک بې خنډه رواني لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي۔ انتظاميې ويلي چې ښاريانو ته د پاک، خوندي او خوشحال چاپېريال برابرولو، ولسي ځايونو د ښه والي او ښاري اسانتياوو معيار لوړولو لپاره روانو اقداماتو کښې به نوره هم چټکتيا راوستل کېږي ترڅو کوئټه ښار ته يو منظم او غوره ښاري ماحول برابر شي۔