تازه خبرونه ۸ نومبر ۲۰۲۶

امریکايي ځواکونو د عمان سمندر کې د سوداګریزې بېړۍ د له کاره غورځولو ادعا وکړه

کوټه (وېب نیوز)د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې امریکايي پوځي الوتکې د عمان سمندر کې د ایم وي هُدا په نوم یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه او له کاره غورځولې ده. د امریکايي چارواکو په وینا، یادې بېړۍ د څو خبرداریو باوجود د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه کړې وه. برتانوي سمندري ادارې هم په سیمه کې د یوې سوداګریزې بېړۍ او پوځي ځواکونو ترمنځ د پېښې راپور ورکړی دی.