پاکستان ۵ مئی ۲۰۲۶

چارسده: نامتو دیني عالم مولانا محمد ادریس په هدفي برید کې شهید شو

چارسده (رپورټ) — د چارسدې وتلی دیني عالم، پخوانی د صوبايي اسمبلۍ غړی او شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس ترنګزۍ په یوه هدفي برید کې شهید شوی دی. د راپورونو له مخې، پر هغه د چارسدې د اتمانزو په سیمه کې ډزې وشوې، هغه مهال چې نوموړی د دورې حدیث درس ورکولو لپاره دارالعلوم اتمانزۍ ته روان و. هغه ژوبل حالت کې روغتون ته انتقال شو، خو د لارې په منځ کې یې ساه ورکړه. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنو عملیات یې پیل کړي دي. پولیسو د پېښې له ځایه د ناین ایم ایم تومانچې مرمۍ ترلاسه کړي او د سي سي ټي وي ویډیوګانې یې هم ترلاسه کړې دي. د پولیسو په وینا، په برید کې دوه کسان ښکېل دي چې د پېژندنې او نیولو هڅې یې روانې دي. مولانا محمد ادریس په ۱۹۶۱ کال کې د چارسدې ترنګزۍ سیمه کې زیږېدلی و او د جامعہ احسن المدارس جهګړه پېښور سره تړلی و، چې هلته یې د شیخ الحدیث په توګه دیني خدمتونه ترسره کول. د هغه د جنازې لمونځ به نن ماښام پنځه نیمې بجې د هغه په پلرني کلي ترنګزۍ کې ادا کېږي.