تازه خبرونه ۸ نومبر ۲۰۲۶

مولانا فضل الرحمن: په ۳۴ کلن سیاسي ژوند کې پر ما د فساد هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې په خپل ۳۴ کلن سیاسي ژوند کې پرې د فساد هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې. نوموړي په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال تور پورې کړ، چې د احتساب ادارې د حساب ورکولو پر ځای غچ اخیستونکي اقدامات کوي. هغه وویل، د ځینو کسانو پر ضد قضیې روانې شوې او سزاګانې هم ورکړل شوې، خو د سیاسي وفادارۍ له بدلېدو سره یې ټولې دوسیې پاکې شوې. نوموړي پوښتنه وکړه، چې له واکمنو څخه ولې دا نه پوښتل کېږي چې په څو کلونو کې یې د میلیونونو جریبه ځمکې او لویو سوداګریزو شتمنیو څښتنان څنګه شول؟ هغه زیاته کړه، چې د شخصیت وژنې لپاره خبرتیاوې خپرېږي او د صوبو د حقونو او سرچینو په اړه هغه پرېکړې نه مني چې ولس پکې په پام کې نه وي نیول شوی.