کوټه (وېب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف په جاتی عمره کې د مسلم لیګ (ن) له مشر نواز شریف سره لیدلي او د هېواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت یې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې نواز شریف لارښوونه کړې، چې د پټرولیم توکو د بیو د کموالي ګټه باید په مستقیم ډول ولس ته ورسېږي. نوموړي ویلي، د ګرانۍ د کنټرول لپاره دې داسې تګلارې جوړې شي، چې د ورځني استعمال د توکو بیې ټیټې وساتل شي او ولس ته واقعي اسانتیاوې برابرې شي.
