وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې قطر په هر سخت وخت کې د پاکستان ملاتړ کړی او د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې اوږدې او دوستانه دي.دا خبرې هغه د قطر د تعمیراتي ډلې د بنسټګر محمد حسین آل علي په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې. په دې غونډه کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار، وفاقي وزیران احد چیمه، عطا تارړ او د دولت وزیر بلال اظہر کیاني هم موجود وو.وزیراعظم وویل چې پاکستان کې د پانګونې ډېر امکانات شته، په ځانګړي ډول د سیاحت، هوټلنګ او ودانیزو برخو کې. هغه زیاته کړه چې د SIFC له لارې د پانګونې خنډونه لرې شوي دي.هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د قطري پانګوالو ډلې ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.د قطر د تعمیراتي ډلې مشر هم په پاکستان کې د خپلو روانو او راتلونکو پانګونو په اړه معلومات وړاندې کړل
