اسلاماباد (رپورټ) — د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي او د سینیټ مشر سید یوسف رضا ګیلاني په یوې غونډه کې د جمهوري ادارو د پیاوړتیا، د پارلمان د برترۍ د ساتنې او د پاکستان د وفاقي واحدونو ترمنځ د همغږۍ د ودې پر اړتیا ټینګار وکړ. دواړو مشرانو موافقه وکړه چې یو پیاوړی وفاق او بااختیاره صوبې د هېواد د سیاسي ثبات او آئیني تسلسل لپاره ضروري دي، په ځانګړې توګه د بلوچستان اغېزمن استازیتوب او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول مهم دي. وزیر اعلی بګټي د پاکستان سینیټ د داسې مهم آئیني فورم په توګه وستایه چې ټولو صوبو ته برابره استازیتوب ورکوي او ویې ویل چې پارلماني ادارې د ملي یووالي او ثبات بنسټ جوړوي. هغه د “معرکه حق” کې د امنیتي ځواکونو بریا تاریخي وبلله او ویې ویل چې دا د پوځ مسلکي وړتیا او د ولس بې ساري یووالي څرګندونه ده. بلخوا، د سینیټ مشر ګیلاني وویل چې بلوچستان د ملي لومړیتوبونو مهمه برخه ده او پرمختګ یې د وفاق له پیاوړتیا سره تړلی دی، نوموړي ډاډ ورکړ چې سینیټ به د بلوچستان د حقونو د خوندیتوب او ملي کچه د مناسب استازیتوب لپاره خپل آئیني رول ته دوام ورکړي. په دې غونډه کې سناتور آغا شاهزیب خان دراني او د پیپلز پارټۍ مشر آغا شکیل دراني هم ګډون درلود.
