تهران( نوی ژوند)فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ایران په رسمي سفر تهران ته رسېدلی دی، چې هلته یې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني تود هرکلی کړی. په دې موقع د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم موجود و.د آی ایس پي آر له مخې دا سفر د سیمې د سولې، امنیت او د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو هڅو برخه ده. پاکستان هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ پراخه کړي.د سفر په جریان کې به د سیمې د امنیتي وضعیت، د هرمز تنګي کړکېچ او د ایران د اټومي پروګرام په اړه مهم بحثونه وشي.
