تازه خبرونه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶

په چمن کې د دیوالي جشن، د مذهبي همغږۍ او ورورولۍ روښانه بېلګه

چمن (سید سردار محمد خوندئی)

د چمن مرستیال کمېشنر حبیب احمد بنګلزئی، اضافي مرستیال کمېشنر فدا محمد بلوڅ او د چمن د تعلیم ضلعي افسر اشوک کمار راجپوت د دیوالي جشن د مذهبي همغږۍ، مینې او ورورولۍ په روحیه ولمانځه.

د دیوالي په خوشحالۍ موقع، دوی په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د مینې، درناوي، زغم او بین المذاهب همغږۍ د ودې لپاره جوړه شوې وه، له هندو ټولنې سره یې یووالی څرګند کړ او هغوی ته یې د دیوالي مبارکي ورکړه.

په دې موقع د چمن مرستیال کمېشنر حبیب احمد بنګلزئی هندو ټولنې ته د نېکو هیلو په څرګندولو سره وویل چې په ضلع چمن کې مېشت د ټولو مذهبونو او ټولنو خلک د ټولنې مهمه برخه دي او موږ ټول د یوې ګلدستې ګلونه یو. هندو ټولنه د بلوچستان د ټولنیز، تعلیمي او کلتوري ژوند یوه ارزښتناکه برخه ده.

هغه وویل چې مذهبي زغم، متقابل درناوی، سوله او ورورولي ته وده ورکول زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی.

د غونډې په ترڅ کې د تعلیم د څانګې د ښه والي لپاره روانې هڅې هم وستایل شوې، چې پکې د ښوونځیو بیا رغونه، د ښوونکو حاضري او مسلکي مسوولیتونو ته وده ورکول، د میرټ بالادستي، د نجونو زده کړو ته هڅونه او لرې پرتو سیمو ته د تعلیمي اسانتیاوو رسولو ژمنتیا شامله ده.

په دې موقع مرستیال ضلعي تعلیمي افسر نادر شاه اڅکزئی، د ای ایم آئی ایس انچارج مطیع الله اڅکزئی، د ای ایم آئی ایس فوکل پرسن جعفر خان اڅکزئی، د آر ټی ایس ایم کوارډینیټر عبدالولي اڅکزئی، د ډي ای او اسسټنټ فراز او محمد انور هم موجود وو.

ګډونوالو دا ژمنتیا څرګنده کړه چې په ټولنه کې به د مذهبي همغږۍ، زغم، سولې او متقابل درناوي دودونه د لا پیاوړي کولو لپاره ګډې هڅې جاري ساتي.