تازه خبرونه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د اسمبلۍ څوکۍ او سرکاري دندې خرڅېږي، نوابزاده لشکرئي رئیسانی

کوټه (وېب نیوز)مشر سیاستوال نوابزاده حاجي لشکرئي رئیسانی تور پورې کړی چې په بلوچستان کې د اسمبلۍ څوکۍ د فارم ۴۷ له لارې خرڅېږي او سرکاري دندې هم په پیسو ورکول کېږي. نوموړي ماینز اېنډ منرلز قانون د بلوچستان د طبیعي زېرمو اسلام آباد ته د انتقال یوه دسیسه بللې ده. هغه ویلي چې د سیندک، ریکوډک او سوئي ګاز پروژو په اړه تر اوسه د بلوچستان خلکو ته بشپړ حساب نه دی ورکړل شوی. د نوموړي په وینا، د صوبې پر معدني زېرمو د ځايي خلکو حق باید ومنل شي او ټولې پرېکړې باید د ولسي استازو په مشوره وشي.