پاکستان د طبیعي زېرمو له پلوه يو بډای هېواد دی. په ځانګړې توګه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا تر ځمکې لاندې د معدني زېرمو پراخ شتون د دې وړتيا لري چې د هېواد اقتصاد پياوړی کړي او پاکستان د اقتصادي ځانبسیاینې پر لور بوځي. د سرو زرو، مسو، سکرو، قيمتي کاڼو او نورو معدنياتو پراخې زېرمې د دې څرګند ثبوت دی چې الله تعالی دا سيمه له بې شمېره نعمتونو برخمنه کړې ده. خو له بده مرغه د دغو ارزښتناکو زېرمو د اغېزمنې کارونې پر ځای د باور نشتوالي، د پاليسيو د دوام نه لرلو، اداري کمزورتياوو او د حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنو دغه ملي شتمني د پرمختګ پر ځای په ډېرو برخو کې د ستونزو او محروميو لامل ګرځولې ده.
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان منرلز انوېسټمنټ فورم په غونډه کې د وينا پر مهال ويلي چې د معدني پانګونې لپاره به پاکستان په يوه زړه راښکونکي او سيالۍ وړ هېواد بدلوي، د کانونو او کانکېندنې سکټور ته به بشپړ امنيت برابروي او پاکستان به نور يوازې د خامو معدنياتو پر صادرولو بسنه نه کوي، بلکې په هېواد کې به د تصفيې او توليد بشپړ صنعتي بهير رامنځته کوي. لومړي وزير شهباز شريف هم ټينګار کړی چې د هېواد معدني زېرمې بايد د کورنيو صنعتونو لپاره وکارول شي او د دغو زېرمو ګټې بايد ولس ته ورسېږي. دا بې له شکه د هرکلي وړ موخې دي، خو د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره يوازې اعلانونه او د پانګونې تړونونه بسنه نه کوي، بلکې د ولس د باور بېرته ترلاسه کول تر ټولو مهم شرط دی.
د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د سرو زرو او مسو د نويو زېرمو موندل هم يوه مهمه پرمختيا ده. د ماړي منرلز له خوا د ۲۵ زره مترو برمهکارۍ بشپړېدل او د نورو زر مترو کېندنې اعلان د معدني سکټور لپاره نوي امکانات رامنځته کړي دي. همدارنګه ريکوډک، سېندک او نورې معدني پروژې د هېواد د اقتصاد لپاره ځانګړی اهميت لري. خو اساسي پوښتنه دا ده چې له دغو پروژو څخه به د بلوچستان ولس ته څه په لاس ورشي؟ ايا ځايي ځوانانو ته به د روزګار زمينه برابره شي؟ ايا په سيمه کې به د تعليم، روغتيا او صنعت اسانتياوې زياتې شي؟ ايا د معدني عوايدو مناسبه برخه به د هغو سيمو پر پرمختګ ولګول شي چې دغه زېرمې پکې موجودې دي؟
دا هغه پوښتنې دي چې تر څو يې قناعتبښونکي ځوابونه نه وي ورکړل شوي، د معدني پرمختګ ادعاوې د ولس باور نه شي ترلاسه کولای. د بلوچستان د خلکو دا احساس او شکايتونه له پامه نه شي غورځېدای چې د سوئي ګاز، سېندک او نورو طبيعي زېرمو له ګټو سره سره ځايي ولس تر اوسه له بنسټيزو اسانتياوو او پرمختيايي فرصتونو بې برخې پاتې دی. همدغه احساس د وخت په تېرېدو سره په بې باورۍ او محرومۍ بدل شوی دی.
بل لور يو شمېر نورو سياسي ګوندونو د پاکستان منرلز انوېسټمنټ فورم ۲۰۲۶ او د معدني زېرمو په اړه د حکومتي اقداماتو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د دوی دريځ دا دی چې د صوبو او ځايي خلکو له مشورې او ګډون پرته د طبيعي زېرمو په اړه يو اړخيزې پرېکړې بايد ونه شي. دغه اندېښنې بايد يوازې سياسي مخالفت ونه ګڼل شي، بلکې په جدي توګه واورېدل شي او د اساسي قانون او ولسواکۍ پر بنسټ ورته ځواب وويل شي.
حقيقت دا دی چې طبيعي زېرمې د کوم فرد، ګوند يا ځانګړي ادارې شخصي ملکيت نه دی، بلکې ملي امانت دی. د دغو زېرمو د کارونې په برخه کې بايد اساسي قانون، د صوبو واکونه، د ځايي خلکو حقونه او روڼتيا په هر صورت کې په پام کې ونيول شي. پانګهوالو ته د امنيت برابرول اړين دي، خو ورسره د ځايي خلکو د اقتصادي، ټولنيزو او چاپېريالي حقونو ساتنه هم مساوي اهميت لري. که له معدني پروژو څخه ځايي خلکو ته د روزګار، تعليم، روغتيا، تخنيکي روزنې او کاروبار فرصتونه برابر نه شي، نو د دغو پروژو اقتصادي بريا به هم له خپل اصلي ملي هدف څخه لرې پاتې شي.
اړتيا دا ده چې فدرالي او صوبايي حکومتونه د معدني زېرمو په اړه ټول سياسي ګوندونه، منتخب استازي، قبایلي مشران، کارپوهان او ځايي خلک په اعتماد کې واخلي. د معدني تړونونو جزئيات بايد له ولس سره شريک شي، د عوايدو د وېش روښانه او عملي نظام رامنځته شي، ځايي ځوانانو ته په لومړيتوب کې د روزګار زمينه برابره شي او د معدنياتو د پروسس او صنعتي توليد چارې په هېواد کې پياوړې شي. له دې سره د چاپېريال ساتنې او د اغېزمنو سيمو د بيا رغونې لپاره هم اغېزمن اقدامات اړين دي.
پاکستان د طبيعي زېرمو له کمښت سره نه دی مخ، بلکې اصلي ستونزه د دغو زېرمو د ملي پرمختګ په وسيله بدلولو لپاره د متقابل باور، روڼې تګلارې او عادلانه نظام نشتوالی دی. که همداسې دغه زېرمې د ځايي خلکو د محرومۍ د زياتېدو لامل ګرځي، نو د پانګونې سترې پروژې به هم د ولس ملاتړ ترلاسه نه کړي. برعکس، که د دغو زېرمو ګټې په عادلانه توګه ووېشل شي او ولس ته د پرېکړو په بهير کې رښتينی ګډون ورکړل شي، نو همدغه معدني زېرمې به د پاکستان د اقتصادي پرمختګ، د روزګار د زياتېدو او ملي سوکالۍ پياوړی بنسټ وګرځي.
له همدې امله د وخت غوښتنه دا ده چې معدني زېرمې يوازې د پانګونې او عايد سرچينه ونه ګڼل شي، بلکې د ملي پرمختګ او ولسي سوکالۍ وسيله ترې جوړه شي. د دولت، حکومتونو، سياسي ګوندونو او ځايي خلکو ترمنځ د باور بيا رغونه د دې موخې لومړنی او بنسټيز شرط دی. که باور موجود وي، پانګونه به هم راځي، پرمختګ به هم کېږي او د الله تعالی ورکړل شوې طبيعي زېرمې به د ملي زيان پر ځای د ملي سوکالۍ او پرمختګ وسيله وګرځي.
