پاکستان ۲۳ مئی ۲۰۲۶

پېښور کښې د مبينه جعلي پېژندپاڼو قضيه، د چارواکو په وينا ۱۴ افغان وګړي نيول سوي

پېښور (نوی ژوند رپورټ) فېډرل انوېسټيګېشن اېجنسۍ (اېف آئي اې) دعوه کړې ده چي د تاج آباد په سيمه کښې يې پر يوه هاسټل چاپه وهلې او ۱۴ افغان وګړي يې نيولي دي، چي په مبينه توګه د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړولو تور پرې لګېدلی دی. د اېف آئي اې په وينا نيول سوو کسانو د جعلي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره اېجنټانو ته له ۲۵ تر ۲۸ لکو روپيو پوري پيسې ورکړې وې او د جعلي پاکستاني شهريت پر بنسټ يې سعودي عرب ته د تګ پلان درلود. چارواکي وايي چي له دغو کسانو څخه مبينه جعلي پاکستاني پاسپورټونه هم ترلاسه سوي او په دې پېښه کښې د يو منظم نړيوالې شبکې د لاس لرلو شک څرګند سوی، چي په مبينه توګه په پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو کښې فعاله ده. د اېف آئي اې په خبره د نادرا او پاسپورټ دفترونو د ممکنه کردار جاج هم اخيستل کېږي۔