تازه خبرونه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶

د ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف لیدنه

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د لومړي وزیر شهباز شریف سره د هغه په استوګنځي ماډل ټاون لاهور کې لیدنه وکړه، چېرې چې لومړي وزیر د ولسمشر هرکلی وکړ. په دې لیدنه کې د هېواد پر عمومي سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت تفصیلي خبرې وشوې. لومړي وزیر شهباز شریف ولسمشر آصف علي زرداري ته د خپل ترکیې د سفر او د ګوندونو د ۳۱مې نړیوالې غونډې کې د ګډون په اړه هم معلومات ورکړل. دواړو مشرانو د ائتلافي ګوندونو ترمنځ پر متقابلې همکارۍ، د مشورو پر دوام او د ولس د هوساینې د پروژو پر پرمختګ خبرې وکړې او په هېواد کې یې د اقتصادي ثبات او پرمختیايي بهیر د چټکتیا لپاره د ګډ کار پر هوډ ټینګار وکړ. په دې لیدنه کې د ملي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق، پخواني لومړي وزیر راجه پروېز اشرف، سناتور سلیم مانډوي والا، د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ، د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناءالله او د ملي اسمبلۍ غړي میاں حمزه شهباز شریف هم ګډون درلود.