تازه خبرونه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶

په خیبر پښتونخوا کې د سرو زرو د کانونو ټول فعالیتونه بندولو اعلان

کوټه (وېب نیوز) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په صوبه کې د سرو زرو د ناقانونه کان‌کېندنې او د ترهګرۍ او جرمونو د احتمالي اړیکو د افشا کېدو وروسته له نن څخه د سرو زرو د کان‌کېندنې د ټولو فعالیتونو د بندولو اعلان کړی دی. ګورنر ویلي چې په صوبه کې د سرو زرو د کان‌کېندنې لېزونه لغوه کېږي او ټولو قراردادیانو ته یې لارښوونه کړې چې سمدستي خپل ماشینونه او تجهیزات له سیمو څخه وباسي، که نه نو پر وړاندې به یې سخت قانوني اقدامات ترسره شي. فیصل کریم کنډي ویلي چې له کوهاټ څخه هره میاشت ۹۰ کیلوګرامه سره زر په ناقانونه توګه ایستل کېدل او د ۴ میلیارده او ۹۲ کروړه روپیو د ناقانونه کان‌کېندنې له لارې ترلاسه شویو پیسو ۸۰ سلنه افغانستان ته لېږدول کېدل. ګورنر تور پورې کړی چې د ناقانونه کان‌کېندنې په فعالیتونو کې د اعلی وزیر سهیل آفریدي ورور، شهریار آفریدي، آفتاب عالم او ځینې نور سیاسي شخصیتونه هم لاس لري. هغه وویل چې د ناقانونه کان‌کېندنې پر وړاندې اقدامات اړین دي او په صوبه کې به نور دا ډول فعالیتونه ونه زغمل شي.