تہران (نوی ژوند)اسماعیل بقائی ویلي چې د ایران او امریکا پام د تفاهمي یادښت وروستي کولو ته ور اوښتی او د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د دواړو لورو دریځونه تر ډېره یو بل ته نږدې شوي دي. نوموړي ویلي چې راتلونکې درې تر څلور ورځې به مهمې وي او له امریکا سره د منځګړیتوب په روان بهیر کې لا هم پر ځینو موضوعاتو اختلافات شته چې خبرې پرې دوام لري، د پاکستان د منځګړیتوب هڅې یې ستایلې او زیاته کړې یې ده چې د وروستي تړون متن په اړه پاکستانی پلاوی د جمعې په ورځ تهران ته رسېدلی، د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې وروستی متن تر ارزونې لاندې دی او د کنګل شویو ایراني شتمنیو خوشې کول هم د مسودې برخه ګرځېدلی شي، ایران لبنان په ګډون پر ټولو محاذونو د جګړې پای غواړي او دواړه لوري د وروستي مسودې ته نږدې شوي دي۔
