(نوی ژوند)سید عاصم منیر ایران ته خپل لنډ خو مهم رسمي سفر بشپړ کړی او هېواد ته ستون شوی، چې هلته یې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د پای او د سولې د ټینګښت لپاره د ایراني مشرانو سره مهمې لیدنې ترسره کړې. د مسعود پزشکیان، باقر قالیباف، عباس عراقچی او اسکندر مومنی سره په لیدنو کې د سیمې د ثبات، تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو اترو د چټکتیا پر موضوعاتو خبرې وشوې، او د انټر سروسز پبلک ریلیشنز په وینا د ۲۴ ساعتونو اوږدو خبرو کې وروستۍ روغې جوړې ته هیله بښونکی پرمختګ شوی، ایراني مشرانو د پاکستان د منځګړیتوب رول ستایلی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم له ایران سره په خبرو کې د پرمختګ او ژر احتمالي اعلان ته اشاره کړې ده۔
