مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

چمن عدالت د حواله هنډۍ او غیرقانوني کرنسي ایکسچینج ملزمانو ته سزاوې اورولې

چمن (نوی ژوند) د ډسټرکټ اینډ سیشن جج چمن عدالت د حواله هنډۍ او غیرقانوني کرنسي ایکسچینج په مختلفو قضیو کې ملوث ګڼو ملزمانو ته د قید سزاوې اورولې دي، په دغو قضیو کې د ملزمانو پر ضد د FERA ایکټ تر مخې مقدمې درج شوې وې، د ایف آی اې بلوچستان زون له خوا د مؤثره پلټنو او قوي عدالتي پیروۍ په نتیجه کې ملزمان عدالت ته وړاندې شول چې پکې تفتیشي انسپکټر محمد ادریس خان او اسسټنټ ډایریکټر ندیم غفار فعال رول ادا کړ، د یوې مقدمې په ترڅ کې 18 لکه روپۍ سرکاري خزانې ته ضبط شوې دي او غیرقانوني فعالیتونو کې ککړ یو شمېر غیرملکي وګړي افغانستان ته ډیپورټ کړل شوي، ایف آی اې بلوچستان زون ویلي چې د مالي جرمونو پر ضد به بلا امتیاز عملیات دوام لري او د هېواد د اقتصاد د تحفظ لپاره به سختې اقدامات جاري ساتل کېږي۔