مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

د هړنايي: د ناامنۍ، محرومیتونو او تنظیمي چارو په اړه د اې اېن پي غونډه کې د اندېښنې څرګندونه

هړنايي: (نوی ژوند)د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزی وویل چې پشتونخوا وطن په عمومي توګه او د هړنايي ضلع په ځانګړي ډول د طبیعي زېرمو د شتمنۍ باوجود د ناامنۍ، وروسته پاتې والي، بې روزګارۍ او د بنسټیزو انساني حقونو د سختو سرغړونو سره مخ دی. هغه وویل چې ترهګري او افراطیت د خلکو ژوند تریخ کړی دی او د سکرو د لاریو سوځول او د خلکو تښتول د حکومت د امن دعوو نفي کوي. دا خبرې هغه د اې اېن پي د ضلع هړنايي د ضلعي کونسل غونډې ته د وینا پر مهال وکړې، چې پکې د تنظیمي چارو، امن وامان، د سکرو صنعت ستونزو او د خلکو د مشکلاتو تفصیلي جاج واخیستل شو او د نوو تنظيمي ټاکنو منظوري هم ورکړل شوه.