تازه خبرونه ۲۳ مئی ۲۰۲۶

ټرمپ له ایران سره د جګړې یا هوکړې په اړه تر یکشنبې د پرېکړې اشاره وکړه

امریکہ(نوی ژوند)ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د جګړې یا احتمالي هوکړې په تړاو ښايي تر یکشنبې پرېکړه وکړي۔ نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا به یا له ایران سره ښه هوکړه وکړي او یا به سخت دریځ غوره کړي، او په دې اړه به له خپلو سلاکارانو سره سلا مشورې ترسره کړي چې پکې اسټیو وټکوف، جیرډ کشنر او جي ډي وینس ګډون کولای شي۔ ټرمپ ویلي ځینې کسان د هوکړې ملاتړ کوي او ځینې بیا د جګړې د بیا پیل غوښتونکي دي، له همدې امله راتلونکې ورځې د امریکا او ایران اړیکو لپاره مهمې بلل کېږي۔