مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

د تښتول شوې ماشومې د نه موندلو په صورت کې د غبرګون خبرداری، سردار تیمور شاه موسیٰ خیل سخت دریځ څرګند کړ

موسی خیل(نوی ژوند)سردار تیمور شاہ موسیٰ خیل ویلي که یوولس کلنه تښتول شوې نجلۍ ژر ونه موندل شي، نو د قبایلي کچې غبرګون رامنځته کېدای شي۔ نوموړي د دکي پرېس کلب د سینئر مرستیال مشر رحمت موسیٰ خیل سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د پشتونخوا ملی عوامی پارٹی اړوند کړیو او بېلابېلو پښتنو قبایلو کې د دې پېښې په اړه اندېښنې موجودې دي او اړوند ادارې باید د تښتونې پېښو او امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه پورته کړي۔ هغه ټینګار وکړ چې د ماشومې ژر تر ژره موندل او د خلکو د خوندیتوب ډاډمنول ضروري دي، کنه اعتراضي غبرګون رامنځته کېدای شي۔