لورالائی (نوی ژوند)لورالائی کې د طاهر خان ناصر او محیب اللہ بلوچ په لارښوونه د سړک خوندیتوب او ښاري ښکلا ځانګړی کمپاین دوام لري، چې له مخې یې د میونسپل کمېټې ډلې د شپې ناوخته د ښار پر مهمو سړکونو او لویو لارو ژېړې کرښې لګول پیل کړي ترڅو د سړکونو حدود روښانه او د ټرافیکو نظم ښه شي۔ د ادارې په وینا، د دې اقدام موخه د ټرافیکو بهیر ښه کول، ښاریانو ته خوندي تګ راتګ اسانتیاوې برابرول او د لارو څرګند نښانونه یقیني کول دي، چې له امله به نه یوازې ټرافیکي نظم ښه شي بلکې د ښار عمومي ښکلا به هم زیاته شي، او خلکو دغه ګام د عامه اسانتیاوو او ښې ښاري ادارې پر لور مثبت پرمختګ بللی دی۔
