مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

د سوراب پر قومي لويه لار زوروره چاودنه، امنيتي ځواکونو د لټون عملیات پيل کړل

سوراب (نوی ژوند):سوراب کې د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لويه لار د سړک غاړې نن سهار زوروره چاودنه شوې چې ورسره سم امنيتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي۔ د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې د ځاني زیان راپور نه دی ترلاسه شوی، خو اړوند ادارو د چاودنې د نوعیت او لاملونو معلومولو لپاره شواهد راټولول او پلټنې پيل کړې دي۔ عیني شاهدان وايي د چاودنې غږ لرې سیمو ته هم رسېدلی چې له امله یې نږدې سیمو کې وېره او اندېښنه خپره شوې، همداراز د پېښې وروسته پر ملي لويه لار د ټرافیکو تګ راتګ د لنډ وخت لپاره اغېزمن شوی او امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل شوي دي۔