کوټه: بی اے مال عسکری چیک پوسٹ ته نږدې د يوه نامعلوم کس مړی موندل شوی دی۔ د چھیپا ویلفیئر بلوچستان وياند ويلي چې د پېښې له اطلاع وروسته د چهيپا ډله سمدستي سيمې ته رسېدلې او د لومړنيو معلوماتو له مخې مړ شوی کس په نشه يي توکو روږدی و، خو تر اوسه يې پېژندګلو نه ده شوې۔ د قانوني کارروایۍ وروسته مړی د چهيپا ايمبولينس له لارې سول اسپتال کوئٹہ ته لېږدول شوی، چرته چې پوليس او د روغتون اداره د مړينې د علت او د وارثانو د موندلو هڅې کوي۔ چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې که د ياد کس په اړه معلومات لري نو له چهيپا مرکز سره دې اړيکه ونيسي۔
