مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

د مستونګ د قلات ډويژن څخه د بېلولو پرېکړه رد، د جون پر لومړۍ نېټه به ولسي جرګه کېږي

مستونګ: مستونگ د قلات ډويژن څخه جلا او کوئټه ډويژن کې د شاملولو د بلوچستان کابينې پرېکړه د سراوان مخورو سردارانو، سياسي استازو او ولس له خوا په کلکه رد شوې ده۔ نواب محمد خان شاهواني، سردار کمال خان بنګلزئي، سردار محمد عظيم محمد شهي، سردارزاده جاوېد جان لهړي، سردار محمد عاصم سرپره او سردار شېرباز خان ساتکزئي په ګډ بيان کې ويلي چې دا پرېکړه د سراوان د تاريخي، جغرافيايي او قبایلي هويت خلاف ده او د ولس له مشورې پرته شوې ده۔ هغوی وويل چې مستونګ له پخوا راهيسې د قلات او سراوان مهمه برخه پاتې شوې او له قلاته يې بېلول د تاريخ د مسخ کولو هڅه ده۔ سردارانو اعلان کړی چې د دې پرېکړې پر ضد به د جون پر لومړۍ نېټه ستر ولسي جرګه ترسره کېږي او له ولس، ځوانانو، سوداګرو او سياسي فعالانو څخه يې د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده۔