*فاکس نيوز: ډونلډ ټرمپ د سعودي، ترکیہ، يو اې ای، پاکستان، اردن او اسرائيلي مشرانو سره سلا مشورې کړي۔ پاکستاني منځګړتوب ته د ايراني سفير ستاينه، د شهباز شريف او فېلډ مارشل عاصم منير هڅې مهمې وبلل شوې۔ محسن نقوي ته د تهران د مذاکراتي پرمختګ مبارکي، د اسحاق ډار سفارتي کردار هم وستايل شو په سيمه کې د تاوتريخوالي کمېدو او تلپاتې سولې هيلې پياوړې شوې
**واشنګټن/تهران/اسلام آباد (فارن ډيسک/مانټرنګ ډيسک)د امريکايي رسنيو، په ځانګړي ډول د فاکس نيوز او نورو نړيوالو راپورونو له مخې د امريکا او ايران ترمنځ د ممکنه هوکړې بهير وروستيو پړاوونو ته رسېدلی او د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې له ايران سره يوه مهمه موافقه “د څو ساعتونو په واټن” کې ده، بلخوا د هرمز تنګي د بيا پرانيستې او د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو په اړه هم د پرمختګ هيلې څرګندې شوې دي.
راپورونه وايي چې د امريکا ولسمشر د سعودي عرب، ترکیہ، متحده عرب اماراتو، پاکستان، اردن او اسرائيلي مشرانو په ګډون د منځني ختيځ له بېلابېلو مشرانو سره تماسونه نيولي چې پکې د سيمې امنيتي وضعيت، له ايران سره ممکنه هوکړه، د انرژۍ نړيوالې لارې او سيمه ييز امن مهم موضوعات وو. ويل کېږي چې امريکايي اداره هڅه کوي د سفارتي اړيکو له لارې داسې چوکاټ وروستی کړي چې د سيمې تاوتريخوالی کم او نړيوال سوداګريز او د تېلو لېږد رالېږد خوندي کړي.
بلخوا په پاکستان کې د ايران سفير رضا اميري مقدم ويلي چې د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له تهران څخه پاکستان ته تر ستنېدو وروسته ورسره ټيليفوني اړيکه نيولې او د مذاکراتو پر پرمختګ يې مبارکي ورکړې ده. نوموړي ويلي چې وزيراعظم شهباز شريف او فېلډ مارشل سيد عاصم منير منځګړيتوب او سفارتي هڅې د ستاينې وړ دي، همدارنګه د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار او محسن نقوي هم له اخلاصه ډک مثبت سفارتي کردار ادا کړی دی.
رضا اميري مقدم وويل، د پاکستان د حکومت او پوځ مخلصانه هڅې کولای شي په سيمه کې د تلپاتې سولې او تاوتريخوالي د کمېدو لار هواره کړي. د هغه په وينا د ايراني ولس مقاومت او د ايراني وسله والو ځواکونو ثابت قدمۍ مذاکراتي بهير ته ځواک ورکړی، په داسې حال کې چې د پاکستان منځګړيتوب او سفارتي تماسونه هم د دې پرمختګ مهم لامل ګرځېدلي دي.
نړيوال سفارتي څارونکي وايي که د امريکا او ايران ترمنځ دغه احتمالي هوکړه وروستۍ بڼه خپله کړي، نو نه يوازې به په منځني ختيځ کې تاوتريخوالی کم شي، بلکې د هرمز تنګي له لارې د بېړيو تګ راتګ، د نړيوال بازار د تېلو ثبات او د سيمې سياسي چاپېريال کې د مهمو بدلونونو امکان به هم زيات شي.
