تازه خبرونه ۲۳ مئی ۲۰۲۶

امریکا او ایران د سولې تړون مسودې ته رسېدلي، 24 ساعتونو کې د اعلان امکان

واشنګټن: د امريکايي ورځپاڼې دی واشنگٹن ټائمز د راپور له مخې د امريکا او ايران ترمنځ د روانو شخړو د پای ته رسولو لپاره د سولې تړون په مسوده توافق شوی او تمه کېږي چې په راتلونکو 24 ساعتونو کې یې رسمي اعلان وشي۔ راپور وايي چې د شنبې په سهار د دواړو لورو مذاکرات کوونکو مسوده منظور کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره د دواړو هېوادونو مشرتابه ته لېږل شوې ده۔ په مذاکراتو کې د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف، د امريکا مرستيال ولسمشر جي ډي وينس، ځانګړی استازی سټيو ويتکوف او جېرډ کوشنر شامل وو۔ که دا تړون نهايي شي نو د 6 اوونيو راهيسې روان کړکېچ به په دايمي سولې بدل شي، خو د ايران د اټومي پروګرام، بنديزونو نرمولو او د هرمز تنګي د پرانستلو په اړه ځينې مهمې مسئلې لا هم ناحل پاتې دي۔