مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د سختې ګرمۍ خطر، تر 50 درجو پورې د تودوخې اټکل

بلوچستان: بلوچستان کې د هوا پېژندنې ادارې د سختې ګرمۍ (هيټ وييو) په اړه هائي الرټ جاري کړی او خبرداری یې ورکړی چې د مې له 25مې نېټې څخه به د صوبې زياتره سيمې د سختې او خطرناکې ګرمۍ تر اغېز لاندې راشي، چې پکې د تودوخې درجه د معمول په پرتله له 4 څخه تر 6 درجو زياته لوړېدای شي او ځينو سيمو کې تر 50 درجو پورې رسېدای شي۔ د راپور له مخې د مې له 25مې تر 31مې نېټې پورې به هوا ډېره وچه او سخته ګرمه وي، په ځانګړي ډول سبی، نصيرآباد، ډېره مراد جمالی او نورو سيمو کې تر 47–50 درجو پورې تودوخه اټکل شوې ده، په داسې حال کې چې کوټه کې هم تر 41–43 درجو پورې د تودوخې امکان شته۔ طبي کارپوهانو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې په ګرمو ساعتونو کې له کورونو بهر نه وځي، زياتې اوبه وڅښي او احتياطي تدابير غوره کړي، او روغتيايي ادارو ته هم د هيټ سټروک وارډونو د فعال ساتلو لارښوونه شوې ده۔