مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

په دکي کې د ډبرو سکرو کان پېښه، يو افغان کان کېندونکی مړ، 5 ژغورل شوي

دکي: دکی د پتھر ټاپ په سيمه کې د ډبرو سکرو کان کې دردونکې پېښه شوې چې پکې يو افغان کان کېندونکی ژوند له لاسه ورکړی او 5 نور د 32 ساعتونو اوږدې ريسکيو عملياتو وروسته ژغورل شوي دي۔ د مائنز انسپکټر يار جان بلوچ په وينا دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د کان دننه د کار پر مهال ناڅاپه خاوره او تيږې راولوېدې او 6 کسان پکې بند شول۔ د ژغورنې عملياتو کې د ريسکيو ډلې، انتظاميه او سيمه ييز مزدوران شامل وو چې په ګډو هڅو يې بند کسان راويستل، خو يو مزدور ژوند له لاسه ورکړ او مړی يې سول اسپتال دکی ته ولېږدول شو، په داسې حال کې چې د پېښې پلټنې روانې دي۔