ډېره بګټي: سوئی کې د هندو محلې ترڅنګ د پوليسو پر ناکه نامعلومو موټرسايکل سپرو کسانو لاسي بم غورځولی چې له امله يې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی دی۔ د پوليسو په وينا بريد هغه مهال وشو کله چې بريدګرو پر ناکه ډزې وکړې او وروسته يې لاسي بم وغورځاوه او له سيمې وتښتېدل۔ د پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او ژوبل اهلکار يې نږدې روغتون ته رسولی چې هلته تر درملنې لاندې دی۔ چارواکو ويلي چې د ښار ټولې لارې تړل شوي او د بريدګرو د نيولو لپاره لټون عمليات پيل شوي دي۔
