



د بلوچستان حکومت د کوټې په چمن پهاټک سیمه کې د ټرين شټل سروس پر ځانمرګي بريد تصدیق کړی دی. دغه برید د موټر بم له لارې ترسره شوی، چې حکومت یې د بې ګناه خلکو، امن او ثبات پر ضد بزدلانه عمل بللی دی.د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې دردناک پېښه کې ښځې، ماشومان او د ایف سي سرتېري په ګډون ۳۰ کسان شهيدان شوي او ۶۰ کسان ژوبل شوي دي. په شهيدانو کې د فرنټيیر کور ۳ سرتېري هم شامل دي، او ډېری قربانیان عام ولس، مسافر او د شاوخوا سیمو اوسېدونکي دي. په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي هم شهيدان شوي، چې له امله یې په ټوله صوبه کې د غم فضا خپره ده.د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د کوټې په ټولو لویو دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی، او د ډاکټرانو او طبي عملې د فوري رابللو له لارې ټپیانو ته درملنه ورکول کېږي. د ډپټي کمشنر کوټې په دفتر کې مرکزي کنټرول روم جوړ شوی او د کورنیو چارو په محکمه کې ځانګړی څارنیز سیل هم فعال شوی دی.امنیتي ادارو د پېښې ځای کلابند کړی او د شواهدو راټولولو کار یې پیل کړی دی. حکومت ویلي چې ترهګر او د هغوی مرسته کوونکي به هېڅکله معاف نه شي او هغوی ته به د قانون له مخې سخت سزا ورکړل شي۔
