د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور له مخې د ایران او امریکا ترمنځ د ممکنه هوکړې تفصیلات مخې ته راغلي، چې پکې ویل شوي ایران د غني شوي یورانیم پرېښودو ته چمتو شوی، کوم چې د دې معاهدې تر ټولو مهم او حساس ټکی بلل کېږي.په راپور کې ادعا شوې چې دواړو هېوادونو د هرمز تنګي د پرانستلو پر سر هم هوکړه کړې ده او د ټولو جبهو ترمنځ د جګړې د درولو امکان شته.همدارنګه ویل شوي چې د هرمز تنګي څخه به د ټرانزیټ فیس نه اخیستل کېږي او د ایران ۲۵ اربه ډالر منجمد شتمنۍ به بېرته ازادې شي.له بلې خوا د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې ایران تر اوسه د اټومي پروګرام په اړه هېڅ اقدام نه دی منلی. د راپور له مخې د اټومي مذاکراتو لپاره ۶۰ ورځې او د هرمز تنګي په اړه د اقداماتو لپاره ۳۰ ورځې وخت ټاکل کېدای شي.په احتمالي مسودې کې دا شرطونه هم شامل دي چې بندیزونه به نرم یا ختمېږي، منجمد شتمنۍ به په قسطونو خوشې کېږي، او دواړه لوري به پر یو بل بیا برید نه کوي۔
