وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې پاکستان ته قرض نه بلکې مهارت او سرمایه کاري ته اړتیا ده. نوموړي د چین په هینګژو صوبه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پرمختګ په سفر کې به پاکستان ژر د چین همقدم شي.هغه وویل چې له چین سره د اربونو ډالرو مفاهمتي یادښتونه لاسلیک شوي چې له هغې څخه ۳۰ سلنه د تړونونو په بڼه بدل شوي دي. وزیراعظم زیاته کړه چې حکومت د زراعت، آی ټي، اقتصادي زونونو او کانونو او معدنیاتو په برخو کې د چینایي سرمایه کارۍ هڅونه کوي.هغه وویل چې په راتلونکو ۵ تر ۷ کلونو کې غواړي د چین سره د زراعتي سوداګرۍ کچه تر ۱۰ اربه ډالرو په کال ورسوي. همدارنګه په کراچۍ کې د ۶ زره ایکړه په ساحه کې د نړیوال معیار ځانګړی اقتصادي زون جوړېږي چې پکې به ون ونډو آپریشن او ریډ کارپټ اسانتیاوې برابرې وي.وروسته وزیراعظم شهباز شریف د علی بابا مرکزي دفتر ته هم ورغی، چې هلته د اجرائیه رئیس جوسای هغه ته ښه راغلاست ووایه. د علی بابا مشر وویل چې د سیمې د سولې لپاره د پاکستان رول د ستاینې وړ دی او د عامې روغتیا په برخه کې د حکومت کارونه مهم دي، او زیاته یې کړه چې د بشري سرچینو پرمختګ ډېر ضروري دی.
