د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف په کوټه کښې د ترهګر بريد سخته غندنه کړې او ويلي يې دي چې ترهګري به په هر صورت له منځه وړي. د چمن پهاټک چاودنه کښې د شهيدانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی، په ټپيانو کښې ښځې او ماشومان هم شامل دي. آصف علي زرداري وويل چې دښمن عناصر د پاکستان د نړيوالو امني هڅو نه د پام اړولو کوشش کوي، ولې شهباز شريف د ترهګرۍ ختمولو عزم يو ځل بيا څرګند کړ. د څلورو واړو صوبو وزيراعليانو، ګورنرانو، د قومي اسمبلۍ سپيکر، وفاقي وزيرانو او نورو سياسي مشرانو هم د پېښې غندنه کړې او د شهيدانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده. د خېبرپښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي وويل چې بې ګناه ولس په نښه کول ښکاره ظلم او بربريت دی، او ګورنر فيصل کريم کنډي وويل چې ترهګر د قوم حوصلې کمزورې کولی نه شي. بلوچستان هائيکورټ بار د پېښې خلاف سبا د عدالتي کارروائۍ د بائيکاټ اعلان هم کړی دی۔
