د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې د ایران په اړه راتلونکی خبر به ښه وي، ځکه چې هغه هېڅکله بده معامله نه کوي. نوموړي امریکايي ټي وي چینل اې بي سي سره په مرکه کې ویلي چې له ایران سره احتمالي هوکړه بشپړه توګه د ده په پرېکړه پورې تړلې ده. تر دې وړاندې ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړه شوې د جګړې یوه انځوریزه خپره کړې وه، چې پکې د ایراني کښتیو د تباهۍ منظرې ښودل شوې وې. پر تصویر د هسپانوي ژبې کلمه “اډیوس” لیکل شوې وه، چې معنا یې “الوداع” یا “بای بای” ده۔
