تازه خبرونه ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د نوشکي بریدونو کې غفلت: ۳۰ پولیس اهلکار له دندو لرې، ۱۰ ته د انکریمنټ بندیز

نوشکي (یو این اے) د بلوچستان د نوشکي ضلعې کې د روان کال د ۳۱ جنوري د سختو ترهګریزو بریدونو پر مهال د وظایفو په ترسره کولو کې د غفلت او جدي عملیاتي کمزوریو له امله پولیسو لویه محکمه‌يي کارروایي کړې ده، چې پکې ۳۰ پولیس اهلکار له دندو لرې کړل شوي او د ۱۰ نورو د کلني انکریمنټ بندیز لګول شوی دی. د رسمي حکمونو له مخې، د ډيوټۍ پر مهال د بې‌پروايۍ او د پوستو پرېښودلو شواهد د پلټنې کمېټې لخوا ثابت شوي، چې له امله یې دا سختې سزاوې ورکړل شوې دي. په یادو پېښو کې وسله‌والو د پولیسو دفترونو، تاڼو، عدالتي ودانیو او نورو حساسو ادارو باندې بریدونه کړي وو چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.