مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

کوئټه ټرېن چاودنه، روغتیا وزیر غندنه کړې، روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د بلوچستان صوبایي وزیر صحت بخت محمد کاکړ د کوئټه کې د ټرېن چاودنې سخت غندنه کړې او دا پېښه یې د سختې خواشینۍ وړ بللې ده. هغه په خپل بیان کې ویلي چې بې‌ګناه او ملکي وګړي د ترهګرۍ ښکار ګرځول یو غیرانساني او د سختو الفاظو وړ عمل دی. د پېښې له رامنځته کېدو سره سم په ښار کې د سول روغتون او بولان میډیکل کمپلیکس (بي ایم سي) په ګډون دواړو ټراما سینټرونو کې بېړنی حالت نافذ کړل شوی او ټول ډاکټران، پیرامیډیکس او طبي عمله په بشپړ ډول الرټ شوې ده، څو زخمیانو ته فوري طبي مرسته ورکړل شي.