مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د چاودنې ترڅنګ فلیټ کې یوه کورنۍ د ژوند له لاسه ورکړه

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د کوئټه په چمن پټاکه سیمه کې د شټل ټرېن پرلپسې چاودنې له امله یو بل زړه‌بوږنوونکی پېښه رامنځته شوې، چې پکې د چاودنې ځای ته څېرمه په یو فلیټ کې مېشت یوه کورنۍ د ملبې لاندې شوې او څلور کسان پکې ژوند له لاسه ورکړی دی. د مړو په ډله کې خالد جاوېد، د هغه مېرمن او دوه معصوم ماشومان شامل دي. عیني شاهدانو ویلي چې د چاودنې زور دومره شدید و چې د ودانۍ دیوالونه او چت راپرېوتي، چې له امله یې ټوله کورنۍ په ځای مړه شوې او په سیمه کې سخت ویر او غم خپور شوی دی.