مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د جعفر ایکسپریس لپاره د مسافرو لېږد، ریلوې تفصیلات څرګند شول

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د ریلوې چارواکو په وینا د کوئټه له کینټ سټیشن څخه مسافر د شټل ټرېن له لارې سټي سټیشن ته وړل کېدل، له هغه ځایه به دوی د جعفر ایکسپریس له لارې پېښور ته خپل سفر پیل کاوه. چارواکو ویلي چې په مسافرو کې زیاتره حکومتي کارکوونکي او امنیتي اهلکار شامل وو چې د رخصتیو لپاره خپلو سیمو ته روان وو. د چاودنې له امله ریلوې پټلۍ او شاوخوا کورونو ته هم درانه زیانونه اوښتي، او د ژغورنې او بیا رغونې کارونه روان دي، په داسې حال کې چې ټپيان د کوئټه سول روغتون ټراما سنټر ته لېږدول شوي دي.