مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د دکي کول ماین پېښه: د مړه کانکني لپاره د معاوضې غوښتنه، پاکستان یونایټډ ورکرز فیډریشن

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د پاکستان یونایټډ ورکرز فیډریشن بلوچستان جنرل سیکرټري پیر محمد کاکړ د دکي کول ماین کې د وروستۍ پېښې په اړه د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده. هغه ویلي چې د کان دننه د کار پر مهال ۶ کانکن بند پاتې شوي وو چې له ډلې یې ۵ ژوندي ژغورل شوي، خو یو کانکن د زهري ګاز له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړي له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د شهید کانکن کورنۍ ته دې بشپړ معاوضه او ډیت ګرانټ په عاجله توګه ورکړل شي او ټپیانو ته دې غوره طبي سهولتونه برابر شي، ترڅو د کانکنانو د ژوند د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته شي.