مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د چمن پټاکه چاودنې وروسته لوړ پوړی بیړنی غونډه، د ترهګرو پر ضد د سختو عملیاتو پرېکړه

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د کوئټه چمن پټاکه چاودنې وروسته د امنیتي وضعیت د جاج اخیستو لپاره یو لوړ پوړی بیړنی غونډه د وفاقي کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي په ګډه مشرۍ کې ترسره شوه. په غونډه کې لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون وکړ او د پېښې په اړه ابتدایي راپور وړاندې شو. چارواکو د معصومو وګړو پر هدف برید سخت وغانده او ټینګار یې وکړ چې د ترهګرو او د هغوی د شبکو پر ضد به بې‌امتیازه عملیات نور هم سخت کړل شي. غونډه کې پرېکړه وشوه چې په ټول ولایت کې د استخباراتي عملیاتو کچه لوړه شي او د عامو ځایونو امنیت لا پسې قوي شي، ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول شي.