رکني (یو این اے) د یونین کونسل رړکن په څنډه کې وسلهوالو کسانو د بلوچستان څخه پنجاب ته تلونکې مهمه قومي لویه لاره N-70 باندې ناکه لګولې او د سکرو (کوئلې) بار وړونکي دوه موټر یې اور ته سپارلي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسلهوالو کسانو د لارې پر سر مسافر او بار وړونکي موټر درولي او وروسته یې په قصدي ډول اور ورته اچولی، چې له امله یې دواړه موټرونه په بشپړ ډول وسوځېدل. همدارنګه د یوې ټوډي کار پر سر د ډزو راپور هم ورکړل شوی، خو په نیکمرغه ډول پکې سپاره کسان ژوندي پاتې شوي دي. پېښې وروسته امنیتي ځواکونه او پولیس سیمې ته رسېدلي او د لیرې پرتو غرنیو او میداني لارو کې یې د لټون عملیات پیل کړي، څو بریدګر ونیول شي.
