**کوټه — ورځپاڼه نوي ژوند:د جمعیت علماء اسلام صوبایي امیر او سناتور مولانا عبدالواسع د بلوچستان حکومت له لوري د لوکل ورځپاڼو په اړه وړاندیز شوې پالیسۍ/بل په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د زرګونو کسانو د بېروزګارۍ سبب ګرځي؛ هغه دا څرګندونې د ورځپاڼو د مدیرانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې وکړې چې مشري یې میر فاروق لانګو کوله او پکې ډاکټر ناشناس لهړي، سردار شاه زمان پرکاني او بشیر شاهواني هم شامل وو، نوموړي وویل چې جمعیت علماء اسلام تل د بېروزګارۍ د ختمولو او خلکو ته د کار موندنې لپاره مبارزه کړې او دا لړۍ به دوام ولري، خو د حکومت اوسنۍ پالیسي د لوکل اخبارونو او ورسره تړلو زرګونو کارکوونکو اقتصادي راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي چې د منلو وړ نه ده، هغه زیاته کړه چې رسنۍ د ټولنې سترګې او غوږونه دي او په ځانګړي ډول چاپي میډیا تل په مسؤلیت او باور سره راپور ورکونه کړې، که څه هم د ځینو اخبارونو د کوریج په اړه تحفظات شته خو د همدې په پلمه ټول سکتور ته زیان رسول سم نه دي، نوموړي دا هم وویل چې که څه هم جمعیت علماء اسلام یو ملي ګوند دی خو ورته هغه اندازه کوریج نه ورکول کېږي چې حق یې دی، بیا هم دوی د اخبارونو د فنډونو بندولو ملاتړ نه کوي ځکه چې له دې سره به د زرګونو خلکو روزګار اغېزمن شي، هغه د بلوچستان له وزیر اعلی څخه وغوښتل چې پر دې پالیسي بیا غور وکړي او د اخبارونو له صنعت سره تړلو کسانو ستونزې حل کړي، نه دا چې نورې ستونزې ورته پیدا کړي، او باور یې ورکړ چې جمعیت علماء اسلام به دا موضوع په هر فورم کې راپورته کوي، له وزیر اعلی سره په لیدنه او د اسمبلۍ په فلور کې به هم پرې غږ پورته کوي تر څو حکومت دې پالیسي ته د بیا کتنې ته اړ شي۔
