مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

نیشنل پارټۍ د کوئټه ټرېن چاودنه بزدلانه عمل وباله، د مجرمینو د نیولو غوښتنه

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د نیشنل پارټۍ مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي پارلماني لیډر میر رحمت صالح بلوڅ د کوئټه چمن پټاکه سیمه کې د ټرېن پر هدف شوي خونړي بم چاودنې سخت غندنه کړې ده. هغه ویلي چې د عیدالاضحی په موقع کورونو ته تلونکي بې‌ګناه مسافر په نښه کول یو ډېر شرمناک او بزدلانه عمل دی چې د ټول بلوچستان فضا یې د غم په حالت بدله کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې په جنګي حالاتو کې هم عام مسافر نه شي هدف کېدای او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي، څو د قربانیانو کورنیو ته انصاف ورکړل شي.