کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان د کوئټه چمن پټاکه چاودنې او د چمن په سیمه کې پر پولیسو د برید سخت غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې د پښتون او بلوچ وطن د ناامنه کولو یوه منظم سازش دی. هغه ویلي چې د عید پر خوشحالۍ کې پر عامو خلکو ځانمرګی برید د سیمې د سولې او ثبات پر ضد یو لوی جرم دی. نوموړي د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره بیړني او سخت اقدامات وکړي. په پای کې یې د شهیدانو لپاره دعا کړې او د زخمیانو د ژر روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
