مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د چمن پټاکه چاودنې وروسته کوئټه کې سخت هائی الرټ، ښار په بشپړ امنیتي حصار کې

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د چمن پټاکه چاودنې وروسته د بلوچستان مرکز کوئټه کې هائی الرټ نافذ شوی او ښار په بشپړ ډول د امنیتي ادارو تر کلک حصار لاندې راوستل شوی دی. د ښار په بېلابېلو برخو کې پولیس، ایف سي، اې ټي اېف او سي ټي ډي ځواکونو ګزمې او سرچ آپریشنونه زیات کړي، او په داخلي او خارجي لارو سختې ناکې لګول شوې دي. ریډ زون، مهمې سرکاري ودانۍ، عدالتونه او د وزیر اعلی سېکرټریټ ته اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د غیر اړوندو کسانو پر داخلېدو بندیز لګول شوی دی. چارواکو ویلي چې د مشکوکو کسانو لټون، هوټلونو او مسافرخانو کې څارنه او د ښار په کچه استخباراتي عملیات لا هم روان دي، څو د امنیت وضعیت باثباته وساتل شي.