کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د بلوچستان حکومت د ژورې خواشینۍ سره د کوئټه چمن پټاکه سیمې ته نږدې د ټرېن پر شټل سروس د ځانمرګي موټر بم برید پخلی کړی، چې له امله یې ۱۴ کسان شهیدان او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. په شهیدانو کې د ښځو، ماشومانو او د ایف سي درې اهلکار شامل دي، په داسې حال کې چې یو کورنۍ هم په بشپړ ډول د دې پېښې قرباني شوې ده. حکومت ویلي چې دا بزدلانه برید د امن او عامه ژوند پر ضد یوه ناکامه هڅه ده او د ترهګرو د بشپړ ختمولو لپاره به ټول ممکن اقدامات ترسره کېږي.د پېښې وروسته په کوئټه کې په ټولو لویو روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ شوی، د ډپټي کمشنر دفتر کې مرکزي کنټرول روم جوړ شوی او د داخله چارو ځانګړی مانیټرنګ سیل هم فعال کړی شوی دی. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د شواهدو راټولولو او پلټنو لړۍ روانه ده، په داسې حال کې چې حکومت ټینګار کړی چې د معصومو خلکو د وینې تویولو مسوول عناصر به خامخا د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
