مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د کوئټه چاودنې سخت غندنه، معصوم وګړي په نښه کول پر انسانیت برید دی: ډاکټر جاوید اختر جمالي

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د میونسپل کمیټې ګنداخه مشر ډاکټر جاوید اختر جمالي د کوئټه ځانمرګي بم چاودنې سخت غندنه کړې او دا یې یو ډېر دردناک، بزدلانه او د انسانیت ضد عمل بللی دی. هغه ویلي چې معصوم او بې‌ګناه وګړي په نښه کول د انساني ارزښتونو ښکاره سپکاوی دی او په داسې کړنو کې ککړ عناصر هېڅ ډول بخښنې مستحق نه دي.نوموړي د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې د قوم حوصله نه شي کمزورې کولی، بلکې ټول ولس د امن دښمنانو پر ضد یو موټی ولاړ دی. هغه په پای کې د شهیدانو لپاره د لوړو درجو او د ټپیانو د ژر روغتیا لپاره دعا کړې ده.